(اسلامی بینکنگ طالبان کی حکومت کے لیے بہت بڑا خطرہ ہے)

اسلامي بانکداري د طالبانو د حکومت لپاره ډېرلوی ګواښ دی

اسلامي بانکداري هغه ناوړه چل دی چې له مخې يې په سرمايه دارۍ اقتصاد کې د اسلامي پولي نظام د ادغام لپاره شرعي زمينه را منځته کيږي. له نن څخه تقريبا ً شل کاله وړاندې د مولانا سليم الله خان په مشرۍ کې د ديوبند عالمانودا قطعاً حرام بللی او د دوه او دوه څلور په څير يې څرګنده کړې وه چې د شريعت له نظره د اسلامي بانکونو او د عادي بانکونو د دريځ تر منځ هيڅ  ډول توپير نشته.

اوس دا خطر  پيدا شوی  دی چې د حاجي محمد ادريس په مشرۍ کې به د طالبانو حکومت د افغانستان پولي سيسټم له اسلامي بانکدارۍ سره تطابق کړي او په پايله کې به په افغانستان کې پانګوال اقتصادي نظام حاکم شي.

سرمايه داری څه شی دی؟

سرمايه داري د ژوند کولو هغه نظام دی په کوم کې چې د پېسو((Money and credit گردش په تدريجي ډول د ټولنيز پروسې  په هر سکتور کې تسلط لري. مالي بازارونه د پانګوالي اقتصاد مرکز او محور دي. د دې بازارونو د چلولو هدف د پانګې راټولولو(accumulation of capital) پروسې ته په دايمي توګه  هڅول دي. او دا پروسه د سود او قياس د سوداګرۍ په دوام سره اداره کيږي. مالي بازارونه د هرې اقتصادي پروسې او اجناسو ارزښت پر دې بنسټ کوي  چې د هغې د واقع کېدو په پايله کې د پانګې د ودې اغيز څۀ وي.

دا په دې مانا ده چې د پانګې مديريت د مالي بازارونو له لارې تاسيس او پياوړی کيږي. پانګه هغه شتمني ده چې د خپلې ودې د هڅولو لپاره په دوامداره توګه گردش کوي. په همدې خاطر له نن نه لس کم سل کاله وړاندې يو انګرېز مسلمان عالم حضرت مولانا محمد مارډيوک پکتهال سرمايه د «تکاتر»  په نوم وبلله. په سرمايه دارانه ټولنه کې دولت د حرص او سراښتيا له بدو صفاتو څخه کار اخلي او وخت په وخت د حرص او سراښتيا دغه ناوړه قوتونه ټول سياسي او کلتوري نظام په خپل لاس کې اخلي. د سرمايه دارۍ اقتصاد بايد د سرمايه دارۍ رياست نظام ته وده ورکوي.

اسلامي بانکداري د سرمايه دارۍ د تاسيس سرچينه ده

په ماليزيا کې ټول اسلامي بانکونه د سرمايه دارۍ مرکزي پولي سيسټم لاندې فعاليت کوي. او د نړۍ د ټولو اسلامي بانکونو په څير په ماليزيا کې هم اسلامي بانکونه د نړيوال سود او قياس د بازارونو نظم مني. د نړۍ د ټولو اسلامي بانکونو په څير، په ماليزيا کې اسلامي بانکونه د سود او قياس د مشروعيت د رامېنځته کولو لپاره کار کوي. په ماليزيا کې هيڅ مرکزي اسلامي بانک نه پخوا شتون درلود او نه هم نن شتون لري.

په ماليزيا کې د نورو ټولو پانګوالو هېوادونو په څير د ګردش کونکو پېسو اندازه او ارزښت  د شخصې ګټو او قمار(جواري) بازارونو له خو ټاکل کيږي. اسلامي بانکونه هم د پېسو د پېدا کولو په دې ناوړه کاروبار کې ککړدي. په ماليزيا کې د پانګې پېسو هغه  برخه  کومه چې د مرکزي بانک لخوا رامېنځته کيږي  په اوسط ډول د هر کال د ټولوپېسو د مجموعي  مقدار يوه ډېره کوچنۍ برخه ده. د سرمايه دارۍ د پېسو لويه برخه د اسلامي او غېر اسلامي بانکونو لخوا د سود لرونکي سوداګرۍ له لارې رامينځته کيږي. په عمل کې، د ماليزيا اسعارو، Ringit)رينګيت( د ډالر په څير غېرمشهور دی. د ډالر تر شا نه سره زر، نه سپين او نه نور څه شته. د ډالر تر شا يواځينی څيز د امريکا د حکومت باور دی.

اسلامي او غېر اسلامي بانکداري سيسټم يواځې د پانګې د ودې د ګړندي کولو لپاره پېسې رامينځته کوي. د سود او قياس بازار تل د غېر متوازن کېدو له خطر سره مخ وي. هرکله چې د تاديې غوښتنې د مايعيت څخه ډېرې وي نو د مالي بحران خطر شتون لري. په سرمايه دارۍ پولي سيسټم کې مرکزي بانک د خصوصي بانکونو په دې معنا تابع او قېدي وي ځکه چې مرکزي بانک تل دومره سرکاري پېسې رامينځته کوي چې د پانګې د پروسې د دوام او د مالي بحران د احتمال له منځه وړلو لپاره اړيني وي.

د اسلامي بانکدارۍ سيسټم د مرکزي بانک د دې بې وسۍ د لرې کولو لپاره نه تصور او نه اراده لري. ځکه چې اسلامي بانکداري د حرص او حسد د اجرايوي واکمنۍ (د ودې سرمايه) د ننګولو لپاره نه مفهوم او نه اراده لري. په سرمايه دارۍ نظام کې سياست او ټولنه د پولي نظام تابع وي او اسلامي بانکداري د دې تابعيت د اداره کولو يوه طريقه ده چې د شريعت له نظره توجيه شوې ده. اسلامي بانکداري د عصريتوب تر ټولو بده بڼه ده.

د طالبانو تګلاره

طالبان اسلامي انقلابيان دي. دوی د ۲۱ کلن جهاد په پايله کې اسلامي دولت جوړ کړ. امپرياليزم غواړي چې دغه دولت د نړۍ د امپرياليستي نظام سره يوځای کړي. د دې لپاره، هغه د اسلامي بانکدارۍ تاکتيکونه کاروي. که امپرياليزم په ​​دې دسيسه کې بريالی شي، اسلامي ځواک به ورو ورو د سود او قياس بازار ته وګرځي. او طالبان به مجبور شي چې د سرمايه ګذارۍ خبره ومني.د سود او قياس بازارونه به  حتماً د افغانستان ټولنيز او دولتي نظام په نړيوال امپرياليستي سرمايه دارۍ نظام کې مدغم کړي لکه څنګه چې يې ماليزيا او نور اسلامي هېوادونه مدغم کړي، د ماليزيا د اسعارو بهرنی نرخ د نړيوال ګټو او قياس بازارونو کې د انحصاري سوداګرۍ لخوا ټاکل کيږي. که په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ سيسټم پلی شي، نو دا به د افغانيو د ارزښت د ټاکلو وسيله وي، ځکه له دې پرته به د نړيوالو بانکونو سرمايه افغانستان ته نه راځي. په نړيوالو مالي بازارونو کې د ملي اسعارو د بهرني ارزښت ټاکلو معنا د دولت واک  بايد په دې ناقانونه بازارونو کې ګروي ايښؤدل دي.

دا مهمه ده چې د دې ناوړه راتلونکي څخه مخنيوی وشي.

۱. خصوصي اسلامي او غېر اسلامي بانکونه بايد د افغانستان پر پولي سيسټم بشپړ کنټرول ونه لري. پېسې  (Money) او پورونه  (Credit) بايد ټول د دولت لخوا رامينځته او تحويل شي.

۲. مرکزي بانک بايد د اسلامي دينار په نوم نوې اسعارو (کرنسي ) صادره کړي. د امريکايي ډالرو په څير، د اسلامي دينار بايد بل کوم هيڅ شی متبادل نه وي او اعتبار يې بايد د دولت اعتبار ټاکي. د اسلامي دينار مقدار او د بدلون نرخ وخت په وخت د دولت لخوا د هېواد توليد او تحويلي اړتياو ته په پام سره ټاکل کيږي.

۳. ټول بانکونه، بيمه او مالي شرکتونه بايد ملي شي او د کريډيټ پلان (Credit and planning)  لاندې د پورونو د ورکړې او توزيع لپاره ترتيب  وشي. د پور ټول تړونونه د دوه اړخيزو ګټو او شراکت پر بنسټ  وشي.

۴. له اسلامي دينار پرته د هر ډول اسعارو (افغانۍ، روپۍ، ډالر) کارول بايد جرم اعلان شي او د دې جرم لپاره بايد سخته سزا ورکړل شي.

۵. د هيڅ مالي بازار جوړلو ته بايد اجازه ورنکړل شي. د نړيوالو امپرياليستي مالي بازارونو سره بايد ټولې اړيکې پرې کړی شي. د پېسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک، اسيايي بانک او د ملګرو ملتونو د خېر ورکونکيو ادارو سره ټولي اړيکي پرې کړی شې.

۶. ټول لوی صنعتونه بايد ملي شي او د دوی د پورونو اړتياوې بايد د کريډيټ پلان کولو له لارې وټاکل شي.

۷. اقتصادي پلان جوړونه بايد بهرنيو کارپوهانو ته پرې نۀ ښودل شي ځکه چې زياتره بهرني کارپوهان د پانګوالي عقل اسير دي. يوه پراخه اقتصادي اداره رامينځته کړی شي چې پکې د کار کونکيو تعداد په ملينونو وي. هڅه دې وشي چې په هر دفتر، کارخانه او رادار کې طالبان او د هغوی د ملاتړي د څارګر په توګه کار وکړي.

۸. ژر تر ژره دې په هېواد کې عمومي تحرک اعلان شي، لوی صنعت او کرنيز سکتور دې په جهادي اقتصاد بدل شي.

۹. د طالبانو انقلاب د شوروي په څېر د سرمايه دارۍ انقلاب نه دی، خو موږ د اسلامي واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د شوروي روسيې له اداراتو څخه ډېر څه زده کولای شو،کوم  چې د ۱۹۱۸ او ۱۹۲۱ کلونو تر منځ رامنځ ته شوی وۀ چې له امله يې د شوروي پر وړاندې د فرانسې، برتانيې او متحده ايالاتو پوځي کودتاوې  شنډې کړی شوې وي. طالبان بايد په دقت سره د شوروی اداری د دې دورې اثار مطالعه کړی.

طالبان بايد په دې پوه شي چې جهاد پای ته نه دی رسېدلی، بلکې د يوه ځواکمن، پر ځان بسيا دولت او اقتصاد د جوړولو پړاو ته داخل شوی دی. د امپرياليزم د دې جهاد د شنډولو يوازينۍ لار د اسلامي نظام حکومت او اقتصادي نظام په نړيوال سرمايه دارۍ نظام کې مدغم کول دي، هغه منځلاري چې د امپرياليستي تګلارې له پوهېدو پرته يې د پلي کولو هڅه کوي. انقلاب په ضدانقلاب بدلوي. اسلامي بانکداري د دې ضد انقلابي ستراتيژۍ په لور يو چل دی. که دا چل بريالی شي. موږ به ورو ورو د طالبانو د شل کلنې بې ساري مبارزې ټولې مېوې له لاسه ورکړو.


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\daimg.org\wp-includes\functions.php on line 5867

Warning: is_file(): open_basedir restriction in effect. File(/posts.php) is not within the allowed path(s): (C:/Inetpub/vhosts/workinggrouponafghaneconomy.com\;C:\Windows\Temp\) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\daimg.org\wp-content\plugins\themekit\includes\shortcodes\func-posts.php on line 15

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *