په افغانستان کې له پوځي ماتې وروسته امپرياليزم اقتصادي او ټولنيز تخريب پلانوي. د دې پلان اصلي موخه د طالبانو د ټولنيزو ريښو کمزوري کول دي.د دې لپاره پکار ده چې امپرياليستي بنسټونه په افغان ولس کې د پانګوالۍ د ارزښتونو د ودې لپاره مستقيم لاس ولري. او افغان اولس په تدریجي ډول د اسلامي طرز ژوند پرېږدي او په سرمايه دارۍ ټولنه کې مدغم شي او د دې لپاره اړتيا ده چې د افغانستان اقتصاد په نړيوال سرمايه دارۍ نظام کې مدغم شي او د امپرياليزم ماليه ورکوونکي شي.
د پلانټ فار پيس (Plant for Peace ) پلان:
د پلانټ فار پيس( Plant for Peace) پلان د دې امپرياليستي ټولنيز تخريب د ترسره کولو وسيله ده. دپلانټ فار پيس (Plant for Peace) د پلان ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
۱. د Plant for peace د پلان اصلي موخه دا ده چې افغان بزګران په پانګوالې ټولنې او اقتصاد کې مدغم کړي تر څو افغانستان په تدرججي ډول په يوه سرمايه دارانه ټولنه بدل شي.
۲. پلانټ فار پيس (Plant for peace ) هڅه کوي چې د افغانستان په ۳۸۴ ولسواليو کې د پانګوالې ټولنې د پراخې پراختيا لپاره د باغدارۍ ټولنې مرکزونه جوړ کړي.
۳. دا د ولسواليو مرکزونه به د ولسوالۍ د بورډ لخوا اداره کېږي چې څارنه به يې بهرني څارونکي کوي.
۴. د ولسوالۍ بورډ هغه سرچينه ده چې د کروندګرو څخه د اجناسو پېرودلو او نړيوالو خوراکي ملټي نېشنلنز کمپنيانو ته دا اجناسو پلورلو سره به د ارزښت اضافه کولو توان لري. د ولسوالۍ بورډ به په هېواد کې هم د اجناسو زخيره کولو د بازار د جوړولو لپاره لاره هواره وي. په دې توګه، دا به د بزګرانو په منځ کې د ځان بسيا کولو تمايل له منځه وړلو سره د پانګوالو سوداګرۍ ته وده ورکړي.
۵. پلانټ فار پيس (Plant for peace) به د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې ولايتي مرکزونه جوړ کړي، چې په خپله سيمه کې به د ولسواليو د مرکزونو څارنه او خيال کوي.
۶. دا سيمه ايز مرکزونه به د ټولو ولسواليو د مرکزونو راټول شوي محصول ترلاسه کوي.
۷. په دې سيمه ايزو مرکزونو باندې به يو پراجيکټ منيجمنټ يونټ(project management unit) په کابل کې جوړ شي چې د ټول پروګرام مشري به کوي
۸. پلانټ فار پيس(Plant for Peace ) به په ټول هېواد کې د تحويلي نړيوال مرکزونه رامينځته کړي ، کوم چې به د واليتي مرکزونو څخه د محصولاتو عمده پلور تنظيم کړي ترڅو نړيوال خوراکي توکي څو ملي شرکتونو ته په عمده پلور پلورل کېږي.
۹. د پروګرام اصلي برخه به د نړيوالو متخصصينو څخه جوړه وي.
۱۰. دا پروګرام به په ټول هېواد کې د توکو ذخېره کولو او مخابراتو ته به هم اسانتياوي رامنځته کوي
۱۱. د دغه پروګرام له مخې په پام کې ده چې په زيات شمېر هغه ځمکې هم وکرل شي چې دا مهال تر کرنې لاندې نه دي. دا ټول به په کابل کې مېشته د پراجيکټ منيجمنټ يونټ (project management unit) لخوا اداره کېږي. دا سازمان به د بزګرانو ښوونې او روزنې ته وده ورکړي ترڅو دوی د نړيوال پانګوالي خوراکي توکو رسولو لړۍ کې مدغم شي.
۱۲. د پروژې مديريت واحد(project management unit) به د افغانستان د کرهنيز سيسټم د نړيوالو سرمايه دارۍ نورمونو او معيارونو سره سم د مجبورولو مسوليت هم په غاړه ولري.
دا پروژه د نړيوال پانګوالو خوراکي شرکتونو لکه يونی ليور، د برتانيا حکومت او د ملګرو ملتونو ادارې لخوا په بشپړ ډول ملاتړ کېږي.
د پلانټ فار پيسPlant for peace د افغانستان د تخريب پلان لس کلن دی. دا هغه پلان لري چې په ټوله موده کې په دې پروژه ۲.۶ مليارد ډالر مصرف کړي. د دې بوديجې شاوخوا 43٪ په
پام کې نيول شوي چې په مستقيم ډول د کروندګرو لپاره مصرف شي.
زموږ غوښتنه:
موږ د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د Plant for peace د تخريب پلان دې عملي نه کړي. که دا پلان عملي شي، په افغاني ټولنه کې به د امپرياليزم لاس وهنه پياوړې شي. پانګوال او سېکولر تمايلات به د افغان بزګرانو او قبايلو په منځ کې غالب شي او د حکومت ټولنيز گرفت به کمزوری شي.د دې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې په نړيوال پانګوال نظام کې مدغم شي او افغانستان به هېڅکله د کرنې او اقتصادي پلوه پر ځان بسيا نه شي. د دې ښکېلتيا حتمي پايله به دا وي چې واک به په تدريجي ډول د اسلامي لاسونو څخه وځي او ملحد سرمايه دار او د امپرياليزم اجنټان به خپل سياسي او ټولنيز اعتبار قوي کړي.
بديل تګلارې:
په دې کې هېڅ شک نشته چې د کرنيزو توليداتو د زياتولو او د کرنې وړ کرنيزو ځمکو ته بېړنۍ اړتيا ده، خو دا اړينه نه ده چې موږ د امپرياليستي بنسټونو، ملټي نېشنل کمپنيو او امپرياليستي حکومتونو وېجاړونکي مداخلې ته غاړه کيږدو. دا لکه خپله پښه پخپله په تبر وهل دي.
پلانټ فار پيس (Plant for Peace )، چې د لسو کلونو په اوږدو کې د ۲.۶ مليارد ډالرو لګښت غواړي، دا د افغانستان د کرنې سکټور د ټولو اړتياو له لسمې برخې څخه هم کم دی. هغه غواړي زموږ کليوال خلک په ارزانه بيه واخلي او د امپرياليزم منګولوته يې وسپاري. لکه څنکه چې ۲.۶ ميليونه ډالر به ټول د امپرياليستي سرچينو (امپرياليستي حکومتونو، د ملګرو ملتونو سازمانونو او د ملټي نېشنلز کمپنيو) څخه راځي، هم دغه وجه ده چې Plant for Peace به حتمي د امپرياليستي وسيلې رول ولوبوي، لکه څنګه يې چې يې د افغانستان د غدار رژيم په وخت کې ترسره کوو.
د کرنيزو توليداتو زياتوالی او د کليوالو وګړو تنظيمول د طالبانو لومړنی مسووليت دی. WGAE د افغانستان حکومت ته يو عريضه ليږلې چې عنوان يې دی Developing a Planning System for Imarat-e-Islamia. دا سند هغه اقدامات په تفصيل سره بيانوي چې د کرنيزو توليداتو د زياتوالي او د کليوالو نفوس اداره کولو لپاره اخيستل کېدی شي.
موږ دا وړانديزونه دلته لنډېز کوو:
۱. د طالبانو د کرنې او کليوالي خلکو د تنظيم اصلي موخه د خلکو په منځ کې د اسلامي ارزښتونو او اسلامي روحيې خپرول دي. موږ بايد هڅه وکړو چې خپل خلک د هغه اخلاقي او معنوي کچې ته ورسوو د کومو لپره چې طالبانو په ۲۰ کلونو کې بې ساري قربانۍ ورکړي دي.
۲. دا پدې مانا ده چې زموږ انقلاب يو روحاني او اخلاقي انقلاب دی. موږ په دې لټه کې يو چې د خلکو له زړونو څخه د خودخواهۍ، هويت، حرص او لالچ احساسات له منځه يوسو او هڅه کوو چې د خلکو زړونه د پرهيزګارۍ، تقوا او للهيت له روحيې ډک کړو.
۳. لهذا د سرمايه دارۍ په ليکو کې د خلکو تنظيمول او د امپرياليستي بنسټونو د تسلط منلو ته هڅول د انقلاب له اصلي هدف څخه د وتلو په معنا دي.
۴. موږ کولی شو د انقلاب هدف ته د رسيدو لپاره کليوال خلک په لاندې کرښو کې تنظيم کړو.
۱. په مرکزي کچه بايد حکومت د لوژستيک کميسيون جوړ کړي.
۲. د لوژستيک کميسيون څانګې بايد د ولايت، ولسواليو او سيمه ايزو په کچه جوړې شي
۳. د سيمه ييزې کچې د لوژستيکي کمېسيون غړي بايد له قومي مشرانو، ديني عالمانو او بزګرانو څخه جوړ وي. د دوی په دندو کې د محصولاتو ساتنه، د وسايلو او سرې او تخمونو
وېش، او د بزګرانو اخلاقي او روحاني روزنه شامله ده.
۴. هر سيمه ايز لوژستيک کمېسيون بايد د خپلې سيمې د کرنيزو توليداتو اټکل وکړي او اټکل وکړي چې د سيمه ايزې خودکفايۍ لپاره څومره محصولاتو ته اړتيا ده او څومره پلورل کېدی شي.
۵. د ولسوالی کميسيون بايد د ټولی ولسوالی د توليد ظرفيت او د هغه د خودکفای اړتيا و ارزوی او دا هم اټکل کړی چی څومره غېر کرل شوی مځکه تر کښت لاندی راوستلای شی.
۶. ولايتي کمېسيونونه بايد د ولسواليو کمېسيونونو نظارت وکړي او د اضافي محصولاتو وېش او تدارکات تنظيم کړي (کوم چې د واليتي خودکفايت څخه ډیر دی).
۷. مرکزي لوژستيک کمېسيون بايد د اضافي توليد يوه برخه له ولايتي کمېسيونونو څخه د عشر په بڼه ترلاسه کړي او د ځمکې د پراخوالي او د توليد لپاره د اړتيا وړ سرچينو په اړه د پلان وزارت ته خبر ورکړي.
۸. مرکزي لوژستيک کمېسيون يوازينی ارګان دی چې د توکو د وارداتو او صادراتو مسوليت ولري. د صادراتو څخه عايد مرکزي مالي بانک ته صادر کړي. مرکزي بانک بايد واردونکو ته د بهرنيو اسعارو د وېش مسوليت په غاړه ولري. ټول صادرات او واردات بايد ملي شي. په Developing A Planning System in Imarat-e-Islamia کې د دې سند تفصيل وګورئ.
د دې پلان د عملي کولو لپاره زموږ حکومت ته لازمه ده چې يوه لويه لوژيستيکي اداره جوړه کړي چې په ټول هېواد کې خپره وي او اداري مسووليتونه يې په هره سطحه طالبانو او مخلصو مؤمنانو ته سپارل کيږي. د دې لپاره دا هم اړينه ده چې د خلکو په اخلاقو او روحانيت باندې د دې تګلارې د تطبيق اغيزې په دوامداره توګه په هره کچه وڅېړل شي.
موږ بايد پوه شو چې معاش د اخيرت د ګټې وسيله ده او اقتصادي پاليسي د اخلاقي او
روحاني روزنې برخه ده.
د طالبانو انقلاب يو اسلامي انقلاب دی. دا په پانګوال نظام کې د ادغام لپاره نه دی رامينځته شوی. نو موږ بايد د ځان بسياينې پاليسي غوره کړو. نړيوال اقتصاد چې د سرمايه دارۍ په ليکو کې اداره کيږي، بايد چې له هغې د افغان خصوصي سکټور ساتنه وشي او د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې يوازې د افغان دولت حاکميت ټينګ کړي. يوازې افغان حکومت به د نړيوال اکمالاتي سلسلې سره معامله وکړي او هيڅ بهرني خصوصي شرکت ته اجازه ورنکړې شي چې دا رول ولوبوي. دا د طالبانو د حکومت د ساتلو لپاره او د انقلاب د دوام لپاره اړين دی.