(اسلامی بینکنگ طالبان کی حکومت کے لیے بہت بڑا خطرہ ہے)
اسلامي بانکداري د طالبانو د حکومت لپاره ډېرلوی ګواښ دی
اسلامي بانکداري هغه ناوړه چل دی چې له مخې يې په سرمايه دارۍ اقتصاد کې د اسلامي پولي نظام د ادغام لپاره شرعي زمينه را منځته کيږي. له نن څخه تقريبا ً شل کاله وړاندې د مولانا سليم الله خان په مشرۍ کې د ديوبند عالمانودا قطعاً حرام بللی او د دوه او دوه څلور په څير يې څرګنده کړې وه چې د شريعت له نظره د اسلامي بانکونو او د عادي بانکونو د دريځ تر منځ هيڅ ډول توپير نشته.
اوس دا خطر پيدا شوی دی چې د حاجي محمد ادريس په مشرۍ کې به د طالبانو حکومت د افغانستان پولي سيسټم له اسلامي بانکدارۍ سره تطابق کړي او په پايله کې به په افغانستان کې پانګوال اقتصادي نظام حاکم شي.
سرمايه داری څه شی دی؟
سرمايه داري د ژوند کولو هغه نظام دی په کوم کې چې د پېسو((Money and credit گردش په تدريجي ډول د ټولنيز پروسې په هر سکتور کې تسلط لري. مالي بازارونه د پانګوالي اقتصاد مرکز او محور دي. د دې بازارونو د چلولو هدف د پانګې راټولولو(accumulation of capital) پروسې ته په دايمي توګه هڅول دي. او دا پروسه د سود او قياس د سوداګرۍ په دوام سره اداره کيږي. مالي بازارونه د هرې اقتصادي پروسې او اجناسو ارزښت پر دې بنسټ کوي چې د هغې د واقع کېدو په پايله کې د پانګې د ودې اغيز څۀ وي.
دا په دې مانا ده چې د پانګې مديريت د مالي بازارونو له لارې تاسيس او پياوړی کيږي. پانګه هغه شتمني ده چې د خپلې ودې د هڅولو لپاره په دوامداره توګه گردش کوي. په همدې خاطر له نن نه لس کم سل کاله وړاندې يو انګرېز مسلمان عالم حضرت مولانا محمد مارډيوک پکتهال سرمايه د «تکاتر» په نوم وبلله. په سرمايه دارانه ټولنه کې دولت د حرص او سراښتيا له بدو صفاتو څخه کار اخلي او وخت په وخت د حرص او سراښتيا دغه ناوړه قوتونه ټول سياسي او کلتوري نظام په خپل لاس کې اخلي. د سرمايه دارۍ اقتصاد بايد د سرمايه دارۍ رياست نظام ته وده ورکوي.
اسلامي بانکداري د سرمايه دارۍ د تاسيس سرچينه ده
په ماليزيا کې ټول اسلامي بانکونه د سرمايه دارۍ مرکزي پولي سيسټم لاندې فعاليت کوي. او د نړۍ د ټولو اسلامي بانکونو په څير په ماليزيا کې هم اسلامي بانکونه د نړيوال سود او قياس د بازارونو نظم مني. د نړۍ د ټولو اسلامي بانکونو په څير، په ماليزيا کې اسلامي بانکونه د سود او قياس د مشروعيت د رامېنځته کولو لپاره کار کوي. په ماليزيا کې هيڅ مرکزي اسلامي بانک نه پخوا شتون درلود او نه هم نن شتون لري.
په ماليزيا کې د نورو ټولو پانګوالو هېوادونو په څير د ګردش کونکو پېسو اندازه او ارزښت د شخصې ګټو او قمار(جواري) بازارونو له خو ټاکل کيږي. اسلامي بانکونه هم د پېسو د پېدا کولو په دې ناوړه کاروبار کې ککړدي. په ماليزيا کې د پانګې پېسو هغه برخه کومه چې د مرکزي بانک لخوا رامېنځته کيږي په اوسط ډول د هر کال د ټولوپېسو د مجموعي مقدار يوه ډېره کوچنۍ برخه ده. د سرمايه دارۍ د پېسو لويه برخه د اسلامي او غېر اسلامي بانکونو لخوا د سود لرونکي سوداګرۍ له لارې رامينځته کيږي. په عمل کې، د ماليزيا اسعارو، Ringit)رينګيت( د ډالر په څير غېرمشهور دی. د ډالر تر شا نه سره زر، نه سپين او نه نور څه شته. د ډالر تر شا يواځينی څيز د امريکا د حکومت باور دی.
اسلامي او غېر اسلامي بانکداري سيسټم يواځې د پانګې د ودې د ګړندي کولو لپاره پېسې رامينځته کوي. د سود او قياس بازار تل د غېر متوازن کېدو له خطر سره مخ وي. هرکله چې د تاديې غوښتنې د مايعيت څخه ډېرې وي نو د مالي بحران خطر شتون لري. په سرمايه دارۍ پولي سيسټم کې مرکزي بانک د خصوصي بانکونو په دې معنا تابع او قېدي وي ځکه چې مرکزي بانک تل دومره سرکاري پېسې رامينځته کوي چې د پانګې د پروسې د دوام او د مالي بحران د احتمال له منځه وړلو لپاره اړيني وي.
د اسلامي بانکدارۍ سيسټم د مرکزي بانک د دې بې وسۍ د لرې کولو لپاره نه تصور او نه اراده لري. ځکه چې اسلامي بانکداري د حرص او حسد د اجرايوي واکمنۍ (د ودې سرمايه) د ننګولو لپاره نه مفهوم او نه اراده لري. په سرمايه دارۍ نظام کې سياست او ټولنه د پولي نظام تابع وي او اسلامي بانکداري د دې تابعيت د اداره کولو يوه طريقه ده چې د شريعت له نظره توجيه شوې ده. اسلامي بانکداري د عصريتوب تر ټولو بده بڼه ده.
د طالبانو تګلاره
طالبان اسلامي انقلابيان دي. دوی د ۲۱ کلن جهاد په پايله کې اسلامي دولت جوړ کړ. امپرياليزم غواړي چې دغه دولت د نړۍ د امپرياليستي نظام سره يوځای کړي. د دې لپاره، هغه د اسلامي بانکدارۍ تاکتيکونه کاروي. که امپرياليزم په دې دسيسه کې بريالی شي، اسلامي ځواک به ورو ورو د سود او قياس بازار ته وګرځي. او طالبان به مجبور شي چې د سرمايه ګذارۍ خبره ومني.د سود او قياس بازارونه به حتماً د افغانستان ټولنيز او دولتي نظام په نړيوال امپرياليستي سرمايه دارۍ نظام کې مدغم کړي لکه څنګه چې يې ماليزيا او نور اسلامي هېوادونه مدغم کړي، د ماليزيا د اسعارو بهرنی نرخ د نړيوال ګټو او قياس بازارونو کې د انحصاري سوداګرۍ لخوا ټاکل کيږي. که په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ سيسټم پلی شي، نو دا به د افغانيو د ارزښت د ټاکلو وسيله وي، ځکه له دې پرته به د نړيوالو بانکونو سرمايه افغانستان ته نه راځي. په نړيوالو مالي بازارونو کې د ملي اسعارو د بهرني ارزښت ټاکلو معنا د دولت واک بايد په دې ناقانونه بازارونو کې ګروي ايښؤدل دي.
دا مهمه ده چې د دې ناوړه راتلونکي څخه مخنيوی وشي.
۱. خصوصي اسلامي او غېر اسلامي بانکونه بايد د افغانستان پر پولي سيسټم بشپړ کنټرول ونه لري. پېسې (Money) او پورونه (Credit) بايد ټول د دولت لخوا رامينځته او تحويل شي.
۲. مرکزي بانک بايد د اسلامي دينار په نوم نوې اسعارو (کرنسي ) صادره کړي. د امريکايي ډالرو په څير، د اسلامي دينار بايد بل کوم هيڅ شی متبادل نه وي او اعتبار يې بايد د دولت اعتبار ټاکي. د اسلامي دينار مقدار او د بدلون نرخ وخت په وخت د دولت لخوا د هېواد توليد او تحويلي اړتياو ته په پام سره ټاکل کيږي.
۳. ټول بانکونه، بيمه او مالي شرکتونه بايد ملي شي او د کريډيټ پلان (Credit and planning) لاندې د پورونو د ورکړې او توزيع لپاره ترتيب وشي. د پور ټول تړونونه د دوه اړخيزو ګټو او شراکت پر بنسټ وشي.
۴. له اسلامي دينار پرته د هر ډول اسعارو (افغانۍ، روپۍ، ډالر) کارول بايد جرم اعلان شي او د دې جرم لپاره بايد سخته سزا ورکړل شي.
۵. د هيڅ مالي بازار جوړلو ته بايد اجازه ورنکړل شي. د نړيوالو امپرياليستي مالي بازارونو سره بايد ټولې اړيکې پرې کړی شي. د پېسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک، اسيايي بانک او د ملګرو ملتونو د خېر ورکونکيو ادارو سره ټولي اړيکي پرې کړی شې.
۶. ټول لوی صنعتونه بايد ملي شي او د دوی د پورونو اړتياوې بايد د کريډيټ پلان کولو له لارې وټاکل شي.
۷. اقتصادي پلان جوړونه بايد بهرنيو کارپوهانو ته پرې نۀ ښودل شي ځکه چې زياتره بهرني کارپوهان د پانګوالي عقل اسير دي. يوه پراخه اقتصادي اداره رامينځته کړی شي چې پکې د کار کونکيو تعداد په ملينونو وي. هڅه دې وشي چې په هر دفتر، کارخانه او رادار کې طالبان او د هغوی د ملاتړي د څارګر په توګه کار وکړي.
۸. ژر تر ژره دې په هېواد کې عمومي تحرک اعلان شي، لوی صنعت او کرنيز سکتور دې په جهادي اقتصاد بدل شي.
۹. د طالبانو انقلاب د شوروي په څېر د سرمايه دارۍ انقلاب نه دی، خو موږ د اسلامي واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د شوروي روسيې له اداراتو څخه ډېر څه زده کولای شو،کوم چې د ۱۹۱۸ او ۱۹۲۱ کلونو تر منځ رامنځ ته شوی وۀ چې له امله يې د شوروي پر وړاندې د فرانسې، برتانيې او متحده ايالاتو پوځي کودتاوې شنډې کړی شوې وي. طالبان بايد په دقت سره د شوروی اداری د دې دورې اثار مطالعه کړی.
طالبان بايد په دې پوه شي چې جهاد پای ته نه دی رسېدلی، بلکې د يوه ځواکمن، پر ځان بسيا دولت او اقتصاد د جوړولو پړاو ته داخل شوی دی. د امپرياليزم د دې جهاد د شنډولو يوازينۍ لار د اسلامي نظام حکومت او اقتصادي نظام په نړيوال سرمايه دارۍ نظام کې مدغم کول دي، هغه منځلاري چې د امپرياليستي تګلارې له پوهېدو پرته يې د پلي کولو هڅه کوي. انقلاب په ضدانقلاب بدلوي. اسلامي بانکداري د دې ضد انقلابي ستراتيژۍ په لور يو چل دی. که دا چل بريالی شي. موږ به ورو ورو د طالبانو د شل کلنې بې ساري مبارزې ټولې مېوې له لاسه ورکړو.